حاجي کیمپ پیښور کې ښځینه غلو کورونو څخه غلا کړې ده

0
132

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د ښځینه غلو یو ګروپ د ګنړ شمیر کورونو څخه غلا کړې ده او د کورونو څخه ی قیمتي سامان غلا کړې او تښتولې دې.
په رسنیو کې د یو رپورټ مطابق په حاجي کيمپ سيټي ټاون کښي د زنانو غلو يوه نوې ډله فعاله شوې ده۔ دغه ډله کورونو ته ننوځي او غلا کوي، د رپورټ مطابق کله چې څوک دا ډله د غلو په توګه اوپیژوني نو بیاد ګونګیانو او ړندو بهانه جوړه کړي او و تښتي.

د رپورټ مطابق څو ورځې وړاندې هم د کور څخه دې ښځینه ډلې غلا وکړه خو بیا ځایی خلقو دا ښځې ونیولې او د پهاړي پور پولیس ته ی هم خبر ورکړو.
د سيمې د اوسېدونکو مطبق د پهاړي پور پوليسو سره ۳۲ ابابيل ځواک، درې موټرسايکلونه، دوه پوليس موبايلونه لري خو په سيمه کې د پوليسو هېڅ کارکوونکی نه ليدل کېږي او هره ورځ د غلا پیښې مخې ته راځي، ځایی خلقو د لوړ پوړو پولیس چارواکو څخه غوښتنه کړې چې ددې ښځینه د غلو ډلې او نورو مجرمانو په ضد ته قانوني کاروایی وکړي.

Leave a reply