د هرات امنیتي ځواکونه وايي چې یو تن مو د تښتوونکو لۀ منګولو ژغورلی 

0
96

د هرات امنیتي ځواکونه وايي چې یو تن مو د تښتوونکو لۀ منګولو ژغورلی 

د یاد ولایت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان ا.ا ځواکونو د دغه ولایت په بکراباد سیمه کې د خپلو کشفي معلوماتو پر بنسټ هغه ځوان د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی چې څو ورځې وړاندې تښتول شوی و.

 

(2022 / 1 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هرات ولایت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې ځواکونو یې په دغه ولایت کې یو ځوان د تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.

د یاد ولایت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان ا.ا ځواکونو د دغه ولایت په بکراباد سیمه کې د خپلو کشفي معلوماتو پر بنسټ هغه ځوان د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی چې څو ورځې وړاندې تښتول شوی و.

چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو ټینګار کوي چې دوی به له مختلفینو سره جدي چلند وکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په هېواد کې د سړي تښتونو، چور او چپاول کچه راټیټه شوې ده.

Leave a reply