طالبان دې د ښځو حقونه یقیني کړي: ملل متحده

0
233

باغي ټي وي رپورټ
د اقوام متحده مشرانو او نمایندګانو په افغانستان کښې په امارت اسلامی غږ کړې چې دوی دې په افغانستان کښې د ښځو حقونو ورکول یقیني کړې او د خپلو ژمنو نه دې سر غړونه و نکړي.

په میډیا رپورټ کښې ویل شوي چې طالبان دې ښځو زده کوونکو ته د تعلیم او صحت حقونو ورکړې او ددې حقونو ورکول دې یقیني کړې شي.
د اقوام متحده متحده نمایندګانو په دې خبره د غم او ویرې څرګندونه کړې چې په افغانستان کښې د ښځو د تعلیم او د ښځو د کار کسب او وظیفه کولو په حقله طالبانو په دوی څه بندیزونه لګولي دي.

یاده دې وی چې طالبانو په خپل اعلان کښې اول نه ویلي دي چې دوی به د اسلام په چوکاټ کښې ښځو ته خپل ټول حقونه ورکوي، طالبانو هغه ښځینه کارکوونکو ته هم ویلي چې دوی دې خپلو دولتي وظیفو ته راشي.

Leave a reply