پاک افغان د ځوانانو ټولنې د افغانستان د اقتصادي ستونزو په اړه د یو مهم آن لاین غونډې تابیا کړې وه

0
112

باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان د ځوانانو ټولنې د سیوري لاندې نن د افغانستان د اقتصادي ستونزو په اړه یوه مهمه آن لاین غونډه ترسره شوه، ددې غونډې کوربه د پاک افغان د ځوانانو ټولنې ډایریکټر سلمان جاوید او په ځانګړې توګه د افغانستان د اقتصادي وزارت معاون وزیر ډاکټر لطیف نظري په دې مهمه غونډه کې د افغانستان په موجوده اقتصادي بحران باندې ډیر ژور نظر واچولو او د نړۍ نظر ی د افغانستان دې مهمې موضوع او ستونزې ته را وګرځول.
په دې موقع ډاکټر نظري اوویل چې د افغانستان موجوده اقتصادي بحران د سیاست ښکار شوې دې او تراوسه پورې د افغانستان موجوده حکومت نړۍ په رسمي توګه نه دې پیژندلې.
ددې آن لان غونډې د کوربه له لوري د یوې پوښتنې په ځواب ډاکټر نظري اوویل چې د پیل نه د افغانستان اقتصاد د ستونزو سره مخ دې، هغه په افغانستان کې او د افغانستان نه بهر افغان سوداګرو باندې غږ اوکړو چې افغان سوداګر دې راوړاندې شی او په دې سخت کې د افغانستان کمزورې اقتصاد ته ملا ورکړي چې دا هیواد په خپلو خپو ودریږي او اقتصاد ی مضبوط شي.
ډاکټر نظري اوویل چې د افغانستان سوداګر دې راشي او په افغانستان کې د پانګونه وکړي ، مونږ به دوی ته ښه سهولتونو او اسانتیاوې ورکړو.
ډاکټر نظري اوویل چې د پاکستان د وزیراعظم د افغانستان لپاره ځانګړې نماینده محمد صادق سره مو ملاقات کړې دي ، هغه اوویل چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو څخه مو دا غوښتنه کړې چې پاکستاني سوداګر دې په افغانستان کې سرمایه کاري وکړي او د افغانستان سره دې دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړي.
هغه زیات کړه چې د افغانستان موجوده حکومت هڅې کوي چې په دې موجوده اقتصادي بحران قابو راولي او د افغان اولس او ددې هیواد اقتصادي ستونزه هواره کړي. هغه اوویل چې د خوراک کمي په اړه ی افغان اولس سره بشري او د خوراک په مد کې مرستې کړي دي او وس هم دا بشري مرستې دوام لري.
ډاکټر نظری د پاک افغان د ځوانانو ټولنې او ددې ټولنې مشر سلمان جاوید ستاینه وکړه چې هروخت ی د افغانستان او د پاکستان د اړیکو په پیاوړتیا کې عملي کار کړې دې او هڅې ی کړي دي چې د پاکستان او افغانستان مسلمان ګاونډی هیوادونه یو بل سره د ښو مسلمان ګاونډی هیوادونو په شان اړیکې ولري چې ددې هیوادونو وګړي ښه او خوشحال ژوند ولري.

Leave a reply