د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت آمر پۀ یوه پېښه کې وژل شوی دی 

0
84

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت آمر پۀ یوه پېښه کې وژل شوی دی 

چارواکو ویلي چې د پېښې لامل مالوم نه دی خو دوی یې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی دی او وروسته به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

 

(2022 / 1 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې ده چې د دغه ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ د امنیت آمر په یوه پېښه کې وژل شوی دی.

د دوی په وینا عابد بشیر په دغې ولسوالۍ کې د یوې شخړې د حل په موخه سیمې ته تللی و چې د شخړې د یو لوري په ډزو وژل شوی دی.

دوی وایي چې په دې پېښه کې د عابد بشیر یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.

چارواکو ویلي چې د پېښې لامل مالوم نه دی خو دوی یې د پلټنې لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی دی او وروسته به یې په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

Leave a reply