امربالمعروف وزارت وايي چې هېڅوک حق نلري د چا شخصي حریم ته ورداخل شي

امربالمعروف وزارت وايي چې هېڅوک حق نلري د چا شخصي حریم ته ورداخل شي
یاد وزارت ویلي چې د دغه وزارت له هغو کار کوونکو پرته چې په یاده برخه کې یې زده کړې تر لاسه کړې دي، بل هیڅوک د دوی له امر پرته د چا کور، دوکان، موبایل او نور الکترونیکي وسائل نه شي پلټلی.
(2022 / 1 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ځل بیا د ا.ا پر ټولو سرتېرو او چارواکو غږ کړی دی چې د خلکو شخصي حریم ته له داخلېدو په کلکه ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي چې د شریعت له نظره هر څوک خصوصي حریم لري او له ډیرو استثنایي مواردو پرته څوک نشي کولی د چا خصوصي حریم نقض کړي.
یاد وزارت ویلي چې د دغه وزارت له هغو کار کوونکو پرته چې په یاده برخه کې یې زده کړې تر لاسه کړې دي، بل هیڅوک د دوی له امر پرته د چا کور، دوکان، موبایل او نور الکترونیکي وسائل نه شي پلټلی.
یاد وزارت دغه راز پر رسنیو هم غږ کړی دی چې له منفي تبلیغاتو لاس واخلي او هغه حقایق باید خپاره کړي چې د دین، هېواد او هېوادوالو په ګټه وي.





