د ازربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ تازه نښتې شوې دي 

0
145

د ازربایجان او ارمنستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ تازه نښتې شوې دي 

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې خونړۍ نښته وشوه چې د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب اوربند ټینګ شو خو تر هغه وروسته لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کله ناکله د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

 

(2022 / 1 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په تازه نښته کې دواړو غاړو ته څلور نظامیان وژل شوي دي.

سکای نیوز راپور ورکړی دی چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ تازه نښته په مرزي سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور کې راغلي چې په دې نښته کې دوه کسه د اذربایجان او دوه نور د ارمنستان لوري ته وژل شوي دي.

راپور کې د اذربایجاني چارواکو له قوله راغلي چې ارمني پوله ساتو یو ځل بیا له اوربنده سرغړونه کړې ده او د دوی پر پوځیانو یې ډزې کړې دي چې اذري سرتېرو هم خپله دفاع کړې ده.

ارمنستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې خونړۍ نښته وشوه چې د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب اوربند ټینګ شو خو تر هغه وروسته لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کله ناکله د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

Leave a reply