طالبانو ویلي چې د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي

0
92

طالبانو ویلي چې د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

طالبان وایي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

 

(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبان وایي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي ځواکونو د وتلو په مناسبت په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستی امریکایي عسکر له افغاستان ووت او په دې توګه افغانستان په رښتینې مانا ازاد شو. مجاهد دغه راز وایي چې امریکایي ځواکونه د خپلو ټولو موخو په ترلاسه کولو بریالي نه شول او په وینا یې دلته یې ستره او له شرمه ډکه ماتې وخوړه. مجاهد دغه راز وویل چې طالبان له نړیوالو سره د ښو ديپلوماتیکو اړیکو په لټه کې دي او په خبره یې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. امریکا په رسمي توګه له افغانستان د خپلو ټولو سرتېرو وتل اعلان کړل او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې یې شل کلن نظامي ماموریت پای ته ورسېد.

Leave a reply