له افغانستان څخه وروستی امریکايي سرتېری هم ووت

له افغانستان څخه وروستی امریکايي سرتېری هم ووت
تېره شپه د اګست د میاشتې یو دیرشم تاریخ باندې د امریکا وروستی سرتېری هم افغانستان څخه ووت.
(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکایي ځواک په ۲۰۰۱ م کال په افغانستان یرغل وکړ، د طالبانو د نظام له پرځولو وروسته حامد کرزی په موقت ډول رئیس جمهور وټاکل شو، درې کاله وروسته ټاکنې تر سره شوې حامد کرزی بیا پکې بریالی اعلان شو، پوره شل کاله افغانستان د امریکایانو تر تسلط لاندې ؤ، دغه موده کې طالبانو د امریکايي ځواکونو پر وړاندې سخت مقاومت او جګړه وکړه، بلآخره امریکا د خبرو له لارې په غیر مستقیم ډول ماته ومنله او د ژمنه یې وکړه چې د اګست تر یودیرشم تاریخ به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه باسي.
امریکایي رسنیو د برید جنرال کریس دوناها انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې دوناها هغه سرتېری دی چې تر ټولو وروسته له افغانستان څخه ووت.






