جوبایډن ویلي چې په تېرو پنځلس ورځو کې کو ۱۲۰ زره کسان له افغانستان څخه ایستلي دي

جوبایډن ویلي چې په تېرو پنځلس ورځو کې مو ۱۲۰ زره کسان له افغانستان څخه ایستلي دي
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې وروستی د تخلیې ماموریت د امریکا په تاریخ کې بې ساری ؤ او ۱۲۰ زره کسه یې له افغانستان څخه ایستلي دي.
(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې په تېرو اوولسو ورځو کې یې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان له افغانستان ایستلي دي. دده په خبره په دې کسانو کې امریکايي وګړي، د امریکا د متحدو هېوادونو وګړي، د دوی افغان همکاران او نور کسان شامل دي. جو بایډن ویلي چې دا ماموریت د امریکا په تاریخ کې بې مخینې و او په همدې سره یې په افغانستان کې شل کلن نظامي حضور هم پای ته ورسېد.





