افغانستان کې د انساني ناورین مخنیوۍ، پاکستانۍ پلاوې د افغانستان دوره کوي

0
108

باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د موجوده صورت حال او د انساني ناورین د مخینوي لپاره او د افغانستان اولس سره د بشري مرستو په اړه د جاج اخستلو لپاره د پاکستان یو لوړ پوړې پلاوي به په راروانه اونۍ کې د افغانستان پایه تخت کابل دوره وکړي.
په پایه تخت اسلام اباد کې د چارواکو مطابق ټاکل شوې ده چې د پاکستان د حکومت او وزیراعظم عمران د املی امنیت سلاکار ډاکټر معید به په راروانه اونۍ کې د افغانستان سفر وکړي.
پاکستانۍ پلاوې به د افغانستان لوړ پوړه چارواکو سره ملاقاتونه وکړی او په افغانستان کې د موجوده حالاتو په اړه به افغان چارواکو سره دنزدې نه خبرې وکړي.
د یادونې ده چې د پاکستان وزیراعظم د افغانستان اولس لپاره او په افغانستان کې افغان اولس ته راپیښ بشري ستونزو د هوارولو لپاره د ۵ ملیارده روپو اعلان هم کړې دې.
د ۱۸۰۰ اتلس سوه ټنه د غنمو بشري مرسته څو ورځې وړاندې د تورخم له لارې افغان چارواکو ته سپارل شوې ده او نورې بشري مرستې چې پکې داروګان، کمبلې ، ګرمې جامې او د ژوند نور سامان پشول د سکول لپاره سامان د تورخم له لارې افغانستان ته لیږل پیل شوي دي.
په افغانستان کې د پاکستان په مالۍ مرسته جوړ درې لوی روغتونونو د بیا رغونې او په دې روغتونونو کې د نوي روغتیایی سهولتونو ورکول په اړه هم د پاکستان له لوري د ډاکټرانو او د انجنیرانو او تخنیکي کسانو یو ټیم افغانستان ته تللې دې چې په دې هسپتالونو کې د بیا رغونې چارې بشپړه کړي چې د ځایی افغان اولس د روغتیا په میدان کې ستونزې هواري شي او افغانانانو ته په هیواد دننه د علاج سهولت په لاس راشي.

Leave a reply