د اسلامی امارت افغانستان پلاوي او د پنجشیر د مزاحمتي ډلې ترمینځ ایران کې خبرې شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوي په ایران کې د افغانستان مزاحمتي ډلې سره خبرې کړي دي، د اسلامي امارت نایب ویاند بلال کریمي ددې خبرو تصدیق کړې دي او وایی چې د اسلامی امارت مشرانو په ایران کې د مزاحمتي ډلې مشرانو اسماعیل خان او احمد مسعود سره یوه مهمه ناسته کړې ده.

د خیبر نیوز رپورټ مطابق د افغان طالبانو او مذاحمتي ډلې ترمينځه تهران کښې ليده کاته شوي دي،نائب ترجمان بلال کريمي په ټوئټر بيان کښي تائيد کړې ده چي افغان عبوري حکومت وفد د اسماعيل خان او احمد مسعود سره ليدلي دي.
د رپورټ مطابق بلال کريمي يا افغان چارواکو تراوسه پورې ددې مهم ملاقات او په دې ملاقات کې د شوو خبرو په اړه نور تفصيلات نه دي جاري کړې.
دا ملاقات په داسي مهال شوې چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ کښې د اسلام امارت افغانستان یو لوړ پوړې پلاوې تهران ته د ايران په بلنه سفر کړې دې.
د یادونې ده چې په ۱۵ اګسټ کال ۲۰۲۱ چې په ټول افغانستان د اسلامي امارت کنټرول لاس ته راغلو نو په پنجشیر کې د مشهور جهادي مشر احمد شاه مسعود ځوی ولی معسود د اسلامي امارت په ضد ټوپک راوخست او د اسلامي امارت سره ی جنګ پیل کړو چې بیا روسته د اسلامي امارت په ټول پنجشیر قبضه وکړه او ولي مسعود د پنجشیر نه اووتلو او بهرني هیواد ته ی سفر وکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载