په امریکا کې انسان ته د خنزیر زړه پیوند شوې دې

0
188

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا په متحده ایالاتو کې یو انسان ته د خنزیر یعني خوګ زړه په کامیابۍ سره پیوند شوې دې، چې د خنزیر زړه پیوند کولو عملیات کله کیدلو نه په دې کې یو پاکستانۍ ډاکټر منصور هم وو.
د بي بي سي رپورټ مطابق د ډاکترانو په وینا د زړه پیوند اووه ساعته تجرباتي عملیاتو پر درېیمه ورځ د ډیویډ بینیت روغتیايي وضعیت ښه دی. رپورټ وایی چې د زړه بدلون دغه جراحي عملیات د امریکا په بالټیمور ایالت کې په کامیابۍ سره ترسره شوي دي. ماهرین وايي، د زړه پیوند دا جراحي عملیات د کلونو څېړنو او تحقیق لاسته راوړنه ده او بریالیتوب یې په راتلونکي کې د ډېرو په ژوند مهم اغېز کولای شي.

په رپورټ کې وایی چې د ډاکټرانو په دې ټیم کې چې دغه جراحي عملیات یې کړي، یو پاکستانی ډاکتر منصور محی الدین هم شامل وو. رپورټ کې وایی چې د پاکستان جیونیوز سره په خبرو کې نوموړي اوویل چې په اول کې به انسان ته د بیزوګانو زړه پیوند کیدل خو دا تجربه ناکامه ثابته شوه. هغه زیاتوي چې د څو میاشتنی عمر لرونکي خنزیز زړه د یوه بالغ انسان د زړه برابر وي، هغه وایی له دې پرته هم ځینې لاملونه شته، چې مونږ په خنزیر تجربې وکړي. ‘

Leave a reply