الیکشن کمیشن اسلام آباد په ټریبونل کې نن د لنډیکوتل ریټرنګ افسر حاضر شو

0
109

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن آف پاکستان کښي د تحصيل لنډي کوتل چيئرمېن شپ کېس په اړه د ريټرننګ افسر لنډي کوتل حاضر شو۔

د پاکستان اليکشن کميشن اسلام آباد کښې نن د تحصيل لنډي کوتل چيئرمېن شپ مقدمې اورېدنې په مهال ريټرننګ افسر لنډي کوتل د رپورټ جمع کولو لپاره دوه ورځې وخت اوغوښتل چې د ټریبونل قاضي ومنله.
د تحصیل لپاره د ټاکنو غوښتنونکو امیدوارانو په ټولنیزو رسنیو بیان کې ویلي دي چې ددې مقدمې اورېدنه به په 13مه جنورۍ کېږي چې پکې ټولو خواوو ته نوټس جاري کړی شوی دی.
د یادونې ده چې د تحصیل لنډیکوتل د چیرمین لپاره امیدوارانو الیکشن کمیشن پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې په تحصیل لنډیکوتل په بلدیاتي ټاکنو کې درغلي شوی ده او په دې سیمه کې دې بیا ټاکنې ترسره شي.

Leave a reply