د صوبې په سیمو کې د روغتیا په اړه مهم ګامونه اخستل شوي: محمود خان

د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه بازار ذخه خیل کې د دولتي روغتون ودانې چې په دې لنډ تیر وخت کې جوړه شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا د لرې پرتو سیمو خلکو ته د غوره طبي اسانتیاوو د برابرولو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت یو مهم ګام اخستې دې. د روغتیا بنسټ له خوا د دغه صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د مدیریت لپاره د آوټ سورسنګ تړونونه لاسلیک شوي دي.
په قبائيلي ضلعو کې د پي پي پي ماډل لاندې د بيلابيلو هسپتالونو د کاميابۍ وروستو د پي پي پي ماډل لاندې د لسو نورو (10) هسپتالونو د چلولو فيصله، تړون لاسليک شو. لاندې روغتونونه به د PPP ماډل لاندې چلول کیږي.
د وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو یو جاري بیان مطابق د لاسلیکولو مراسم په وزیر اعلی هاؤس کې ترسره شول. د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په دي موقع مشر ميلمه وو۔ د وزيراعلي په موجودګۍ کښې د خيبرپښتونخوا هيلتھ فاونډيشن او سماجي تنظيمونو ترمينځه معاهدې لاسليک شوې۔ په دې طبي مرکزونو کې د کټګورۍ A روغتون وانا، د سي درجې روغتون مشتي مېله، دډي درجې روغتون کوهستان، د ډي درجې D روغتون بازار ذخه خیل، د ډی درجې روغتون رزمک شامل دي.






