په امریکا کې د نوي ډول کورونا وایرس مریضان زیات شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د کورونا ویکسین لپاره مشهور یو امریکایی درمل جوړونکی شرکت فایزر وايي چې د اومی کرون د مخنیوي واکسین به د مارچ تر میاشتې پورې په مارکیټ کې راشي.
په متحده ایالاتو کې د کورونا د نوي ډول اومي کرون له ګړندي خپریدو وروسته روغتون ته د رسیدو ناروغانو شمیر خورا لوړ ریکارډ ته رسیدلی.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په متحده ایالاتو کې، د روغتیا چارواکو په وینا، د تیرې یکشنبې په ورځ له 140,000 څخه ډیر ناروغان روغتونونو ته داخل شوي، چې د تیر کال په پرتله ډیر دي.
په متحده ایالاتو کې تر دې دمه له 557,000 څخه ډیر ناروغان تشخیص شوي.