د تحریک طالبان ویاند په ننګرهار کې اووژل شول

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني وژل شوی دی. د تفصیلاتو له مخې ترهګر محمد خراساني چې په پاکستان کې په ګڼو چاودنو او ترهګریزو پیښو کې لاس درلود د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې ووژل شو.

د مشرق نیوز رپورټ مطابق محمد خراساني اصلي نوم خالد بلتي وو او له شاهدالله شاهد وروسته د کالعدم ټي ټي پي وياند جوړ شو. نوموړي د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د ترهګرو یو مرکز هم چلاوه. د ضرب عضب عملیاتو له بریالیتوب وروسته خراساني افغانستان ته وتښتید. ترهګر محمد خراساني په دې وروستیو کې په پاکستان کې دننه د بېلابېلو عملیاتو لپاره لارښوونه کولو. نوموړی د پاکستان په خلکو او امنیتي ځواکونو په یو شمېر بریدونو کې هم لاس لرلو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版