د مودي حکومت ایجنډا د سیمې امن ته یو لوی ګواښ دې: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې د هند د نریندرا مودي د حکومت افراطي اجنډا د سیمې سولې لپاریه یو یو لوی ګواښ او زیان دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په هند کې د مذهبي اقلیتونو په نښه کولو ته دې ځانګړې پام وکړي.
هغه اوویل چې اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه پام وکړي او په د هند حکومت له لاسه په اقلیتونو باندې د ظلم نوټس واخلي. هغه ټویټ کړی چې د بی جے پی مودي حکومت ترهګریز آیډیالوجي لاندې کار کوي ، په هند کې ټول مذهبي اقلیتونه د هندي ترهګریز ډلې لخوا په معافیت سره په نښه کیږي او دوی د ډیر وخت نه دا کار پیل کړې دې.
لومړي وزیر دا هم په ګوته کړه چې د ترهګریز آيډیالوجۍ والا هندي مشرانو لخوا د مسلمان نسل وژنې غوښتنې په اړه د مودي حکومت چوپتیا د دې غوښتنې په ملاتړ او حمایت کې نورې پوښتنې را اوچتوي.
هغه وویل: “په دسمبر کې په هند کې د لږکیو په ځانګړي توګه د 200 ملیون مسلمانو ټولنې د نسل وژنې لپاره د ترهګریز هندوتوا په غونډه کې د غوښتنې په اړه د مودي حکومت خاموشي دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د بی جے پی حکومت د دې غوښتنې ملاتړ کوي.”





