د لنډیکوتل په لرې پرتو سیمو او په نزدې سیمو کې د کور ودانې نړیدلې دي

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې د وروستیو بارانونو له امله په لرې پرتو سیمو لوی شلمان، بازار ذخه خیل، کرمنه ، خیبر سلطان خیل، شیخ مل خیل او په پیروخېلو او نورو سیمو کې د خونو چتونه او دیوالونه نړېدلي دي چې له وجهې ی دا خلق د ستونزو سره مخ شوي دي.

د لنډي کوتل شلمان او نورو سيمو متاثرينو شکايت کړې دې چي بارانونو له وجي د کمرو چتونه او ديوالونه ړنګ شوي ولي تر دي دمه ورته د ضلعي انتظاميي او پي ډي ايم اے او نورو اعلي چارواکو لخوا هيڅ قسمه مالي مرسته او خيمي نه دي ورکړې شوي چې له وجهې دوی ډیر مشکل سره مخ دي او ژوند ی ډیر سخت شوې دې.
د لنډي کوتل شلمان او نورو سيمو کې د بارانونو له امله د چتونو او ديوالونو غورځيدو له وجې متاثره شوې کورنیو غړیو د صوبائي حکومت او نورو اعلي چارواکو نه غوښتنه کړې چې د ملک نورو برخو په شان د خيبر لنډي کوتل تحصیل کې هم بارانونو له وجې متاثره شوې خاندانونو ته امداد ورکړي چې ددوی مشکل آسان شي.
…………………………………………

Leave a reply