پاکستان غواړي تر ۵ لکو زیات افغان وګړو ته د کورونا ضدر واکسین ولګوي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان حکومت د نومبر کال ۲۰۲۱ څخه تراوسته پورې په افغان پوله پاکستان ته د راغلیو د یو لک نه زیات افغانانو د کورونا ضد ویکسین په ډیره ښه طریقه لګولي دي.
دا بیان د قومي سلامتيا سلاكار او د بين الوزارتي كوآرډينېشن سېل﴿ اے آئي سي سي﴾ كنوينئر ډاكټر معيد يوسف په مشرې كښې د افغان بين الوزارتي رابطه سېل د غونډې په وخت کې وکړو.
په دې غونډ هکې د وزيراعظم عمران خان لخوا د اعلان شوي افغان انساني مرستې پېكج له مخې د شوي پرمختګ جاج واخستل شو او دا امدادي پیکج په ښه طریقه افغانستان ته د رسولو په اړخونه هم خبرې وشو.
د غونډې برخه اخستونکو ته اوویل شول چې په تورخم او چمن بارډر كراسنګ په ترتيب سره 51609 او 55014 كسانو ته حفاظتي واكسين لګول شوي دي.
دا هم اوویل شو چې حکومت پلان لري او غواړي چې تر ۵ لکو نه زیات افغان وګړو ته د کورونا ضد واکسین ولګوي.