صدر پاکستان په ځوانانو زور ورکړې چې انفارمیشن ټیکنالوجي په برخه کې زده کړې وکړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي د اتوار په ورځ په یو بیان کې په ځوانانو زور راوړې دې چې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په برخه زده کړې وکړي او دې موقعې نه استفادې وكړي او د پرمختګ او سوكالۍ لپاره د لويو امكاناتو لرونكي نړيوال IT بازار ته لاسرسۍ وكړي۔
صدر پاکستان اوویل چې په ټوله نړۍ كښې د اطلاعاتو او ټېكنالوجۍ په ډګر كښې لويې، بې سارې او مقداري بدلونونه رامخې ته شوي دي كومو چې د پاكستان ځوانانو لپاره د په مخ تللو او غوره کیدلو لپاره روښانه امکانات ور په ګوته کړي دي.
د اې پي پي رپورټ مطابق صدر پاکستان په ” ډیجیټل نړۍ کې د کاروبار اوسني اړخونه” تر عنوان لاندې یو نړیوال ویبینار ته وینا کوله چې د ټولنې د همکارۍ ګډ کلتوري ټولنې لخوا تابیان شوې وو.
دا ویبینار په ډیجیټل نړۍ کې د لیدونو او رجحاناتو او په مصنوعي ذهانت کې د وروستي بدلونونو په پام کې نیولو سره د ځوانانو رول په اړه بحث کولو لپاره تنظیم شوی وو. په ویبینار کې د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه خلقو برخه واخسته او د خپلو خیالاتو څرګندونه ی وکړه.
نوموړي اوویل چې حکومت د نړۍ د ټیکنالوجۍ میدان لپاره د انفارمیشن په برخه کې د ملک اهل خلقو،انسانی وسایل ته ترقي ورکړي او خاص پاملرنه ی ورته کړې ده.






