اندونیزیا دوه الوتکې لۀ بشري مرستو بار کابل ته لېږلي دي

0
122

اندونیزیا دوه الوتکې لۀ بشري مرستو بار کابل ته لېږلي دي

اندونیزیا همدا راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د لا ډېرو مرستو تابیا نیسي.

اندونیزیا د هغو هېوادونو له هغې ډلې دی چې تل یې له افغانستان سره د زده کړو، روغتیا او ظرفیت جوړونې په برخه کې پراخې مرستې کړې دي.

 

(2022 / 1 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اندونیزیا وایي افغانستان ته یې بشري مرستې لېږلې دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د سخت ژمي په را رسېدو سره دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ولېږي.

د سرچینې په خبره د مرستو دوه الوتکې له اندونیزیا کابل ته روانې شوې چې بېړنۍ مرستې او ځینې اړین توکي پکې دي.

اندونیزیا همدا راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د لا ډېرو مرستو تابیا نیسي.

اړوند موضوعات: 

اندونیزیا وايي چې افغانستان سره بشردوستانه مرستو کې ډیروالی راولو

اندونیزیا د هغو هېوادونو له هغې ډلې دی چې تل یې له افغانستان سره د زده کړو، روغتیا او ظرفیت جوړونې په برخه کې پراخې مرستې کړې دي.

Leave a reply