امنیتي ځواکونو ته د کمال خان بند د ساتنې سپارښتنه شوې ده

امنیتي چارواکو ویلي چې دوی د کمال خان بند د ساتنې لپاره اړینې سپارښتنې کړې دي او تازه یې امنیتي ځواکونو ته ددغه بند د لا امنیت سپارښتنه کړې ده.
کمال خان بند د هېواد په جنوب کې له مهمو بندونو ګڼل کېږي چې د موسمي بارانونو د ذخیرې او د زرګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره مهم ګڼل کېږي.
(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نیمروزا ولایت امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د کمال خان بند د ساتنې لپاره جدي تدابیر لري او په خبره یې په دغه ولایت کې د ټولو عامه او ملي پروژو ساتنې ته ژمن دي.
امنیتي چارواکو ویلي چې دوی د کمال خان بند د ساتنې لپاره اړینې سپارښتنې کړې دي او تازه یې امنیتي ځواکونو ته ددغه بند د لا امنیت سپارښتنه کړې ده.
کمال خان بند د هېواد په جنوب کې له مهمو بندونو ګڼل کېږي چې د موسمي بارانونو د ذخیرې او د زرګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره مهم ګڼل کېږي.
نوی حکومت د یاد بند د امنیت بشپړ ډاډ ورکړی دی.