په غزني کې د لومړي ځل لپاره د سکي ورزش کلپ جوړ شوی
په غزني کې د لومړي ځل لپاره د سکي ورزش کلپ جوړ شوی
د غزني د سکي د کلپ مشر محمدعلي وايي، له بامیانو وروسته یې په غزني ولایت کې هم د سکي کلپ پرانیست چې دا مهال دولس غړي لري او لومړۍ لوبه یې هم تر سره کړه.
(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
غزني د افغانستان څلورم ولایت شو چې د سکي ورزش لپاره په کې کلپ په کې پرانستل کېږي.
تر دې وړاندې په کابل، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې د سکي کلپونه فعاله وو.
د غزني د سکي د کلپ مشر محمدعلي وايي، له بامیانو وروسته یې په غزني ولایت کې هم د سکي کلپ پرانیست چې دا مهال دولس غړي لري او لومړۍ لوبه یې هم تر سره کړه.
محمدعلي زیاتوي چې په غزني کې د سکي فدراسیون د ولایتي څانګې د پرانیستو لپاره هم هڅه کوي.