باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل په مختلفو سیمو کې وروستیو بارانونو د ګڼو کورونو چتونه او دیوالونه نړولي خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په لنډي کوتل کې د بارانونو د وریدلو له امله په پيروخېلو سیمه کې د الياس د کور چت نړېدلی، په خيبر سلطان خېلو کې د اختر شېر د کوټې چت او دېوالونه د وروستيو بارانونو له امله د کور دېوالونه نړېدلى او د دوو خونو چتونه ی غورځېدلي دي. په شیخ مل خیل سیمه کې د حیات حسین په نوم د یوه کس کور نړیدلی خو د مرګ ژوبلې راپور یې نه دی ورکړی.
د سيمې وایی چې متاثره کورنۍ ډيرې غريبې دي نو د ضلعې انتظاميې پي ډي ايم اے او نور لوړپوړي چارواکي دې د متاثره شوې کورنیو سره پوره مالي مرستې وکړي. د لنډي کوتل متاثره کورنۍ وايي چې تر اوسه د ضلعي انتظاميې او پي ډي ايم اے چارواکو دوی سره څه مرسته نه دې کړي او دوی ډیر سختو ستونزه سره مخ دي.
لنډیکوتل باران کورونه نړولي خو ځاني زیان نه دې شوې










Leave a Reply