د کالام بازار او شاو خوا سرکونه د واورو څخه پاک کړې شول:صوبایی حکومت

د کالام بازار د سرک څخه واوره لرې کړې شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخود سیلګرۍ لپاره ښایسته سیمې د کالام بازار او شاوخوا سیمو سړکونه له واورو پاک کړې شوي دي.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو رپورټ خپور کړې دې ، په بیان کې وایی چې په کالام او نورو د سیل ګرۍ سیمو کې د وضعیت د لا ښه کولو لپاره ګامونه اخیستل کیږي او صوبای حکومت سره چې څه وسایلی موجود هغه ټول په استعمال کې راوستلې شي.
وزیراعلی ځایی خلقو او سیلګرو ته ویلي دي او مشوره ی ورکړې ده چې دوی دې ډیر پام وکړي او د ادارو اهلکار او انتظامی مشرانو او اهلکارو سره دې همکاري وکړي چې د کومې ناوړې پیښو مخنیوۍ وشي.






