بلوچستان کې سي ټي دي ۴ ترهګر نیولي دي

0
96

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په کيچ کې د عملياتو په ترڅ کې څلور مشکوک ترهګر نيولي دي.

د ميډيا رپورټونو ترمخه د بلوچستان سي ټي ډي وياند وئيلي دي چي فورسز ته د دوي د يوي سرچيني نه اطلاع ترلاسه شوي وه چي په بنياد ئي دغه عمليات کړي دي او بیا ی دغه مشکوک ترهګر نیولي دي.
د سي ټي ډي وياند زياته کړه چې پوليسو د جمعې په شپه ناوخته د ترهګرو په کور چاپه واچوله چې په نتيجه کې يې څلور ترهګر ونيول شول. هغه وويل سي ټي ډي دعملياتو په مهال دترهگرۍ مرکز څخه مهم اسناد، وسلې اؤ بارودي مواد هم ترلاسه کړي دي.
د بلوچستان سي ټي ډي وياند زياته کړې چې د نيول شوو ترهګرو تعلق د کالعدم تنظيم سره دی کوم چې تير کال په تربت کې په يوه چاودنه کې لاس درلود.

Leave a reply