په مري کې ۱۶ کسان مړه شوي دي: میډیا رپوټونه

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پایه تخت اسلام آباد سره نزدې د سیل ګرۍ په سیمه مری کې د سختې واورې وریدو او د سیلانیانو د ګڼې ګوڼې له امله وضعیت خراب شوی دې.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په د سیلګرۍ په دې ځای کې د موټرو د چپه کیدو له امله د ۱۶ نه تر ۱۹ پورې کسان وژل شوي دي.
په مری کې د حالاتو څارنې لپاره جوړې شوې کنټرول روم کې د سرچینو له مخې، ښار ته د سیلانیانو د یو لک نه زیات ګاړي ننوتلي دي او خلکو خپل ګاډی په سړکونو پریښودلي اوی دوی ترې تللي دي.
د کنټرول روم د سرچنیو ترمخه په مری کښي د تيري شپي راهسي بجلي بنده ده۔ سرچينې زياته کړې، چې په مري کې خلق له ماشومانو سره په موټرو کې بند پاتې دي او په موټرو کې سیلانیانو سره د خوراک او څښاک سامان هم ختم شوي دې.
سرچینې وایی چې د واورې لرې کولو په عمل کې د انتظامیه چارواکو ته ستونې رامخې ته شوي دي ځکه په سلګونو شمیر کې موټر په سرک بند پاتې دي چې له وجهې ی سرک بند شوې دې.






