ضلع خیبر کې مسلسل بارانونه، په سیمه کې کوټې او چاردیوارۍ پریوتلي

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود او لنډیکوتل کې د تیرو درې ورځو څخه د مسلسل باران وریدو له وجهې په بیلا بیلو کلیو کې د کورونو دیوالونو او کوټې راغورزیدي دي.

د ځایی سرچنیو مطابق د لنډیکوتل په شیخ ملخیلو سیمه کې د حیات حسین او هم دغه شان په پیروخیلو کې د الیاس د کور د کوټې چتونو راغورځیدلي دي خو په دې پیښو کې ځانی زیان نه دې شوي.
د جمرود تحصیل په ریکالۍ منیز میله کې د مسلسل بارانونو له امله د نظام او نواز د کور د کوټې چتونو راغورزیدلي دي خو څه مرګ ژوبله نه ده پیښه.
ځایی خلقو د پي ډي ایم اې څخه غوښتنه کړې چې د جمرود،باړه او په لنډیکوتل تحصیل کې د باران له وجهې چې د چا کور ته زیان رسیدلې،دوی سره دې مالي مرستې وکړۍ شي.

Leave a reply