پاکستان پر ځینو مهمو موضوعاتو د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته استوي 

0
173

پاکستان پر ځینو مهمو موضوعاتو د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته استوي 

پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې سفر د جنورۍ په ۱۷مه او اتلسمه ترسره کېږي.

رسنۍ دا هم وایي چې د بحث مهمه موضوع ښايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول وي، هغه څه چې د افغانستان نوی حکومت یې مخالفت کوي.

 

(2022 / 1 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان وايي له نوي حکومت سره د مذاکراتو لپاره یو پلاوی کابل ته لېږي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د ځینو مهمو مسایلو پر سر د خبرو لپاره ددغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ولېږي.

د پاکستاني حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د موید یوسف په مشرۍ دغه پلاوی به په کابل کې له افغان لوري سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.

د دې پلاوي د نورو غړو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې دغه سفر به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.

پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې سفر د جنورۍ په ۱۷مه او اتلسمه ترسره کېږي.

رسنۍ دا هم وایي چې د بحث مهمه موضوع ښايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول وي، هغه څه چې د افغانستان نوی حکومت یې مخالفت کوي.

Leave a reply