په مقبوضه کشمیر کې د کشمیري مسلمانانو وژنه د هند فاشسټ حکومت څیره نړۍ ته وړاندې کوي: فواد چوهدري.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر چوهدري فواد په یو بیان کې ویلي دي چې د جمو کشمیر شخړه د هند فاشسټ حکومت له لوري په بې ګناه کشمیري مسلمانانو د ظلمونو او د بې ګناه کشمیریانو د نسلونو د بشري حقونو څخه د پرله پسې انکار کولو باندې د هندي حکومت بده څیره نړۍ ته وړاندې کوي ، هغه اوویل چې د کشمیر شخړه سیمه ایزه لانجه نه ده بلکه دا د جمو او کشمیر د د خلقو معامله ده چې دوی آزادي او خپلواکي غواړي.
۔ فواد چوهدري ددې خيالاتو څرګندونه په برلن كښې د پاكستاني سفارت تر سيوري لاندې د جمو كشمير د خپلواكۍ د حق ورځې په اړه ويبنار ته په خپله وېنا كښې وكړه۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې د هند ظلمونه د مقبوضه جمو كشمير د حد نه وتلي دي او وس په ټول هند كښې خپاره شوي دي. هغه زیاته کړه چې ددې مثال دادې چې چې په هند كښې هم د بي جے پي په حكومت كښې اقليتونه هم داسې صورتحال سره مخ د او په دې باندې د هند له اړخه ظلم پیل کړې شوی دې.
هغه اوویل چې دې حالاتو د سيمه ايزو روابطو او خوشحالۍ په اړه د وزيراعظم عمران خان د وژن په لار كښې خنډان پېدا کړي دي او ددې سیمې خلق ، کشمیري مسلمانان او اقلیتونه ی ستونزو سرو مخ کړي دي.
چوهدري اوویل چې جمو كشمير او په دې هیواد کې مسلمانان د پاكستاني اولس زړونو ته ډېر نزدې دې۔ده ووئيل چې د جمو كشمير شخړه سيمه ايزه لانجه نه بلكې د پخواني رياست جمو كشمير د خلكو معامله د .
هغه اوویل چې دا شخړه د انساني الميې٬سياسي تباهۍ او د هند د فاشسټ حكومت لخوا د معصوم كشميريانو د نسلونو د وژنې د بشري حقونو څخه د پرله پسې انكار او سرغړونې غم جنه څيره ټولې نړۍ ته وړاندې كوي.