پاکستان د هند فوځونو دلاسه د کشمیریانو د وژنې غندنه کړې ده

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار په یو بیان کې د هندي فوځ لاندې قبضه شوي په مقبوضه کشمیر ضلع بډګام کې د هندي قابض فوځونو له لوري د کشمیریانو د قتل عام او په دوی ظلمونو کول په سختو ټکو کې غندلي دي.

د خارجه وزارت ویاند د جمعې په ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې هندي ځواكونو نور درې كشميريان شهيدان كړي دي په بیان کې زیاتوي چې د روان کال په اوو ورځو کې د عدلت پرته د هندي فوځ له له لوري ۱۱ کشمیري مسلمانان وژلي دي.
په بیان کې ویاند وایی چې پاکستان ددې وژنو په سختو ټکو کې غندنه کوي او د نړۍ غوښتنه کوي چې د هندي فوځیانو له لوري په مقبوضه کشمیر کې دې په کشمیري مسلمانانو باندې د ظلمونو او د بې ګنا کشمیري مسلمانانو د وژنې نوټس واخلي.
ویاند په بیان کې زیاته کړي چې نړیوالۍ ټولنې دې د هندي فوځ د بشري حقونو څخه د سرغړونې په جرم دې هند ځواب ورکوونکي وګرځوي او په کشمیرانو باندې ددې ظلمونو دې د هندي فوځ او حکومت څخه پوښتنه وکړې شي.

Leave a reply