فرانسې؛ د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وړاندې کړي

0
86

فرانسې؛ د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وړاندې کړي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

 

(2021 / 8 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي. نوموړي دغه راز د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره یو لړ شرایط هم وړاندې کړي دي. مکرون ټینګار کړی دی چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون د فرانسې سره کرښه ده او دوی د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره نور شرایط هم لري او هغه دا دي چې طالبان باید بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پوره درناوی وکړي. هغه ویلي چې په افغانستان کې اوس هم ډېری خلک په خطر کې دي او دوی له خپلو متحدینو سره په همغږۍ هڅه کوي له طالبانو سره په توافق د هغوی د ایستلو لپاره خوندي لار پیدا کړي.

Leave a reply