د پاکستان هڅو په وجه نن ټوله نړۍ افغانستان شخړې ته پام کوي او افغانستان سره ی مالي مرستې پیل کړي دي: شاه محمود قریشي.

0
77

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران د مذهبونو د همغږۍ او و مینځني ختیز لپاره ځانګړې مرستیال حافظ طاهر محمود اشرفي د زیارت په ورځ د اسلامي نړۍ د هیوادونو سفیرانو په اعزاز کې د میلمستیا ورکړه.

د اې پي پي رپورټ مطابق په دې میلمستیا او غونډه کې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬په پاكستان كښې تعينات د ټول عرب اسلامي هېوادونو سفيرانو او د هغوي استازو ګډون وکړو.
په دې میلمستیا او غونډه کې د سعودي عربستان په پاکستان کې سفیر د اسلامي نړۍ هیوادونو د سفیرانو نمایندګي اومشري کوله.
په خپله وینا کې ،په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو غونډه به سږ كال د مارچ په 22مه نېټه په اسلام آباد كې ترسره شي.
قریشي اوویل چې په پاكستان کې د مارچ په 22مه نېټه كېدونكې غونډه كښې د خپلو وروڼو او ملګرو ته سترګي په لاره یو۔هغه زیاته کړه چې مونږ به خپله 75مه د پاكستان ورځ خپلو وروڼو سره لمانځو٬د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيران به د 23 مارچ پرېډ هم د خاص مېلمنو په هيڅ وګوري۔قریشي اوویل چې د افغانستان مسئله د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده او په دې وخت کې پاكستان هڅه كوي چې په افغانستان كښې كومه الميه مخې ته را نه شي او ددې انساني بحران یا د بل کوم امنیتي ستونز مخه ونیول شي.
قریشي دا هم اوویل چې د پاكستان د هڅو او د افغانستان په موجوده حالت کې د پاکستان د مثبت او فعال رول په وجه نن د سعودي عرب پشمول ټوله نړۍ د افغانستان د مرستې هڅه پیل کړي دي.
په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل چې افغان اولس زمونږ وروڼه دی او پاکستان د افغانستان امن او استحكام لپاره هر ممكنه مرسته كوي او په دې ګاونډي او مسلمان هیواد کې امن او خوشحالي غواړي.

Leave a reply