پي ټي آیی حکومت اووه کاله زور،درغلي او بدمعاشي وکړه: مریم نواز

0
67

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) نایب صدر مريم نواز وئيلي دي چې د SBP مطابق د پي ټي آئي ټول ٢٦ اکاونټونه وو چې ١٨ يې فعال وو خو يواځې څلور يې اعلان کړل شوي دي.
مريم نواز وئيلي چې پي ټي ائي اووه کاله د تېښتې لپاره زور، بدمعاشي او درغلي وکړه، هغه زیاتوي چې اوس چې د تېښتې لار نشته نو هڅه کوي چې رپورټ خپور نه کړي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق هغې اوپوښتل چې عمران که غلا یې نه ی کړې نو بیا ولې پلټنې نه کوي، هغه زیاتوي چې د پاکستان د انتخاباتو په کمېشن باندې فشار اچول شوی وو چې دغه رپورټ عام نه کړي.
مریم نواز وایی چې پي ټي ايي د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په ټیکساس او کلیفورنیا کې دوه کمپنۍ جوړې کړې چې مشر ی یې عمران خان وو.

Leave a reply