امریکایي سناتوران: د افغان پوځ کمانډو ځواکونه دې لۀ افغانستان څخه راوایستل شي
امریکایي سناتوران: د افغان پوځ کمانډو ځواکونه دې لۀ افغانستان څخه راوایستل شي
راپور کې وړاندې راغلي، سره له دې چې د بایډن دولت ادعا کړې، چې ۱۲۰ زره افغانان یې ایستلي دي، خو د ورځپانې په خبره ډېری ایستل شوي کسان ژباړونکي او د هغوی کورنۍ نه وې.
(2022 / 1 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ډېری امریکایي سناتورانو له خپل حکومت څخه په افغانستان کې د پاتې شل زرو افغان کومانډویانو د لېږد غوښتنه کړې ده.
فاکس نیوز راپور ورکړی دی چې ډيری امریکایي سناتوران د جوبایډن له ادارې څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د پاتې شاوخوا شل زرو هغو افغان کومانډویانو ژوند وژغوري چې هره ورځ یې د وژل کېدو او ورکېدو ګواښ موجود دی.
راپور کاږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هغه ۲۰ زره افغان کومانډویان چې افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کوله، پاتې دي.
اړوند موضوعات:
راپور کې وړاندې راغلي، سره له دې چې د بایډن دولت ادعا کړې، چې ۱۲۰ زره افغانان یې ایستلي دي، خو د ورځپانې په خبره ډېری ایستل شوي کسان ژباړونکي او د هغوی کورنۍ نه وې.