جرمني پۀ ایران غږ کړی چې د خبرو فرصت دې لۀ لاسه نه ورکوي

جرمني پۀ ایران غږ کړی چې د خبرو فرصت دې لۀ لاسه نه ورکوي
المان هم تر برېټانیا وروسته ویلي چې د مذاکراتو لپاره فرصت مخ په کمېدو دی نو له همدې امله ایراني لوري ته په کار ده چې د وخت له ضایع کولو ډده وکړي.
(2022 / 1 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
آلمان وایي له ایران سره خبرې باید ژر یوې پایلې ته ورسول شي.
د المان د بهرنیو چارو وزیرې امریکا ته په خپل لومړي رسمي سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ایران په اړه د دواړو هېوادونو پر ګډ دریځ او موخو تمرکز شوی دی.
المان ویلي دوی له امریکا سره د ایران په اړه ګډ دریځ لري او هڅه کېږي له دغه هېواد سره خبرې ژر یوې پایلې ته ورسول شي.
اړوند موضوعات:
سعودي عربستان وایي ایران ته عذر کوي چې د سیمې له نارامولو لاس په سر شي
المان هم تر برېټانیا وروسته ویلي چې د مذاکراتو لپاره فرصت مخ په کمېدو دی نو له همدې امله ایراني لوري ته په کار ده چې د وخت له ضایع کولو ډده وکړي.






