په خيبرپښتونخوا کښي به د بارانونو او واوري وريدو موجوده سلسله د اتوار تر ورځي پوري جاري وي۔ د هوا پېژندنې څانګه

باغی ټي وي رپورټ
پي اي ډي ايم اے خيبر پختونخوا ضلعي انتظاميي ته يوه مراسله لیږلې دې.
د مراسلې مطابق چترال، دير، سوات، ملاکنډ، کوهستان، شانګله، بونير، مانسهره، ايبټ آباد، هري پور، صوابۍ، مردان، نوشهره، پيښور، چارسده، کوهاټ، باجوړ او کرم کښې د وقفې وقفې سره د باران وریدو امکان دے.
د مراسلې مطابق په شانګله، سوات، بونير، دير، چترال، کوهستان، بټګرام، تورغر، مانسهره، ايبټ آباد او کرم غرونو کښې د واورې ورېدو امکان دے.
د بارانونو او واورو په اړه د ضلعې انتظامیې او اړونده ادارو ته د احتیاطي تدابیرو نیولو هدایات جاري شوي دي. د موسمياتو محکمي دا هم ویلي دي چې په پيښور کښي د سیلاب راتلو اندیښنه هم څرګنده کړې ده. په لوړو او اوچتو ضلعو کې د سختو بارانونو او واورو له امله د لارو بندیدو او د ځمکې ښویدنې د پيښو ویره هم څرګنده شوې ده.



