نصیب شاه شینواري
د روغتیا د ملي خدمتونو د مقرراتو او همغږۍ وزارت (NHSRC) یو طبي ټیم افغانستان ته استولی چې په جګړه ځپلي هیواد کې د بشري مرستو د یوې برخې په توګه په دریو روغتونونو کې د بیارغونې له بهیر سره مرسته وکړي او ددې روغتونونو د بیا رغونې چارې بشپړه کړي.
په ایکسپریس ټریبیون ورځپانړې کې چاپ د یو رپورټ مطابق په دې ټیم کې د انجینرانو او تخنیکرانو په ګډون دې طبي ټیم تر دې دمه په جلال اباد، لوګر او کابل کې د پاکستان په مالي مرسته د دریو روغتونونو د جوړولو چارې بشپړې کړي دي.
دغه جزیات او تفصیلات نن د افغانستان د کورنیو چارو وزارتونو د همغږۍ د څانګې (AICC) په یوه غونډه کې شریک کړې شول. په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، د روغتیا ملي خدمتونو او د عوایدو د فدرالي بورډ (FBR) استازو په کې ګډون لرلو. په غونډه کې دا خبره هم شریکه کړې شوه چې د دوه اربه روپو په ماليت د طبي آلاتو لګولو او كمېشن كولو كار روان دى۔
د ایکسپریس ټریبیون رپورټ چې رضیه خان لیکلي زیاتوي چې د طبي وسایلو د فعالولو لپاره دې تخنیکي ماهرینو سره د څلورو پاکستاني انجینرانو یوه ډله شپه او ورځ کار کوي. رپورټ زیاتوي چې دا هڅX به په ګاونډي هیواد کې د یونیورسل هیلتهه کوریج (UHC) ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
دلته به دا خبره مهمه ده چې د یو نیورسل هیلتهه کوریج څخه دا مقصد دې چې په افغانستان کې به وګړو ته بغیر د څه ستونزې په آسانیتاوې سره د طبی خدمتونه په لاس راشي، چې دا معنی لری چې عام وګړو ته بغیر د څه توپیره د علاج کولو سهولت او اسانتیابه په لاس راشي.
په رپورټ کې وایی چې د پاکستان له اړخه د طبی ټیم دغه بشري مرستې ددې نه علاوه دي چې پاکستان حکومت په پوله افغان مریضانو ته د ویزه ورکولو او د ژوند د ژغورنې دارو درملو ورکولو چارې په عملي توګه پیل کړي دي.
د پاکستان حکومت له لوري په دې لنډ وخت کې په پوله کې د ناروغانو لپاره د طبي ویزې اسانتیا او افغانستان ته د بیړني ژوند ژغورونکي درملو چمتو کولو سربیره، پاکستان د 500 ملیونو روپیو داروګان ورکولو اعلان هم کړې دي.
رپورټ زیاتوي چې د بشري مرسته د پاکستان وزیراعظم عمران له اړخه اعلان شوې د افغانستان لپاره د ۵ اربه روپو د بشري مرستو یوه برخه ده.
د ګډ پوليو واکسيین پروګرام په مرسته د پوليو له منځه وړلو د ګډ همغږۍ پروګرام تر څنګ، پاکستان په دې راضي او فیصله ی کړې ده چې د افغان روغتيايي سيستم د ظرفيتونو د لوړولو او اداري جوړونې په برخه کې روزنه ورکړي چې د افغانستان د روغتیا وزارت او طبی چارې نورې هم پیاوړې شي او افغان اولس او ماشومان د پولیو ناروغۍ څخه وژغورل شي.
د درمل جوړولو د صنعت یو پلاوی به هم د پانګونې او په افغانستان کې د کورنیو درملو د تولید په برخه کې د مرستې لپاره افغانستان ته سفر وکړي چې په دې هیواد کې دننه داروګان جوړ کړې شي چې افغان اولس ته په هیواد دننه دارو درمل په لاس راشي.
پاکستان په مالي مرسته جوړ د افغانستان په درې روغتونونو کې د ۲ ملیارده روپو په مرسته د بیا رغونې او پیاوړي کولو چارې پیل شوي دي










Leave a Reply