اسلامی امارت ته د امریکې ۸۵ اتیا اربه ډالر اسلحه او نور جنګي سامان په لاس راغلې
باغي ټي وي رپورټ
د پایه تخت کابل نه په ورځپانړه مشرق کښې یو رپورټ خپور شوې ، په دې رپورټ کښې لیکل شوی چې یو امریکایی سیاست دان وای چې په افغانستان کښې د امریکایی فوځ ترلاندې د استعمال د ۸۵ پنځه اتیا ملیارد ډالرو اسلحه او جنګي سامان په لاس راغلي.
د رپورټ مطابق د امریکې د کانګرس د ریپبلکن پارټې غړې او د امریکې د سمندري فوځ پخوانی مشر جیم بیکس داسې انکشاف کړې چې په افغانستان کښې د طالبانو لاس ته د امریکې د فوځ ډیر جنګي سامان او نوره اسلحه په لاس راغلې ده.
داسې هم وای چې په دې سامان کښې امریکایی بلیک هاک چورلکې هم شته او په دې جنګي سامان کښې د شپې په وخت کښې د لیدلو شیشې هم شته چې د شپې په وخت ی فوځیان استعمالوي.