د جړوبي معدن په کمو روپو اجاره ورکول دوی ته منظور نه دې: د مهمند مشرانو وینا

باغي ټي وي رپورټ
د جړوبي دره په معدن کې هیڅ ډول جوړجاړی او معامله کولو په کلکه غندوو، دا د ټول قوم زمکه او معدن دې، د جروبي دره د کانونو اجاره به د ټولو قومونو په مشوره په اجاره ورکول کیږي، یو ټهکیدارا د معدن دوه چنده قیمت ورکولو ته چمتو دې، د یو څو کسانو له لاسه قوم یرغمال شوې دې ، دا دوی ته قبول نه دې،
د دې خيالاتو څرګندونه د بايزۍ عيسى خېلو قوم ملک محمد انور، حاجي لايق، ګل رحمان، حاجي جګړن، ملک فريد او نورو د مومند پريس کلب د خپلو لسګونو همکارانو په ګډون يوې جوړې شوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
مشرانو اوویل چې په دې اړه يې قوم يوه کمېټي جوړه کړه. د دې لپاره چې عیسی خیل له هرو پنځلسو قومونو څخه څلور تنه غړي ټاکلي وو، خو یو څو تنو پاتې غړو ی سترګې پټې کړې او یوازې په ۱۵ غړو ی اعتبار وکړو او د اباقي مشران یو پریښودل چې د جړوبي معدن فیصله وکړه. مشرانو اوویل چې معدن په کمو روپو اجاره ورکول دوی ته قبول نه دې.
مشرانو اوویل چې د کمیټې غړي د معدن اجاره په ۳۲۰۰ روپې ورکولو باندې راضي دي خو بل اړخ ته یو ټهکیدار شته چې هغه وایی زه ددې معدن ټهیکه په ۷۷۰۰في ټن اخستلو ته تیار یم. مشرانو اوویل چې باید د قوم په ګټه فیصله وشی او معدن د زیاتو روپو ورکولو لپاره دې ټهیکدار ته ورکړل شي.






