د ایران لۀ لوري د اوکراینۍ الوتکې نسکورېدل؛ کاناډا ۱۲۷ میلیونه ډالر غرامت غواړي 

0
300

د ایران لۀ لوري د اوکراینۍ الوتکې نسکورېدل؛ کاناډا ۱۲۷ میلیونه ډالر غرامت غواړي 

اوس کاناډايي محکمې ویلي چې ایرانی حکومت باید د پېښې کاناډايي قربانیانو ته ۱۰۷ میلیونه ډالر غرامت ورکړي.

محکمې همدا راز ویلي چې الوتکه په قصدي توګه ويشتل شوې ده او دا پېښه باید د ایراني حکومت له لوري د یوې ترسره شوې ترهګریزې پېښې په توګه ثبت کړل شي.

 

(2022 / 1 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاناډا له ایران د اوکرایني الوتکې د ویشتلو له امله ۱۰۷ میلیونه غرامت غواړي.

د راپورونو له مخې د کاناډا یوې محکمې د ایران د هغه ترهګریزې کړنې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه، چې په قصدي توګه یې یوه اوکرایني الوتکه ویشتلې وه او په پېښه کې یې ټوله سپرلي ووژل شوه.

د الوتکې ګڼ مسافر د افغانستان، اوکراین، ایران او کاناډا وو.

اوس کاناډايي محکمې ویلي چې ایرانی حکومت باید د پېښې کاناډايي قربانیانو ته ۱۰۷ میلیونه ډالر غرامت ورکړي.

محکمې همدا راز ویلي چې الوتکه په قصدي توګه ويشتل شوې ده او دا پېښه باید د ایراني حکومت له لوري د یوې ترسره شوې ترهګریزې پېښې په توګه ثبت کړل شي.

ایران دغه الوتکه په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال په نښه کړه چې د تهران له هوایي ډګر یې پرواز وکړ، خو تر پرواز څو دقیقې وروسته د اور خوراک شوه.

Leave a reply