د نړۍ اټومي قوتونو د اټومي وسلو پر کمولو هوکړه کړې ده

0
150

د نړۍ اټومي قوتونو د اټومي وسلو پر کمولو هوکړه کړې ده

دوی ویلي، په یوه خوله اقرار کوي چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او د ټولې نړۍ د تباهۍ سبب ګرځي نو له همدې امله به دې هوکړې ته په هر اړخیزه توګه ژمن پاتې کېږي.

 

(2022 / 1 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو او د نړۍ اټومي قدرتونو ژمنه کړې چې اټومي وسلې به کموي، هېڅ وخت به اټومي جګړې ته زړه نه ښه کوي او له دې وسلو به د یو بل د ګواښلو لپاره کار نه اخلي.

په دې هېوادونو کې روسیه، امریکا، چین، فرانسه او برېټانیا شامل دي.

دوی همدا راز ویلي چې د هېوادونو ترمنځ به د اټومي ناندریو د کمولو لپاره هڅه کوي او دا به خپل مسوولیت ګڼي چې نړۍ به له اټومي خطراتو ساتي.

دوی ویلي، په یوه خوله اقرار کوي چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او د ټولې نړۍ د تباهۍ سبب ګرځي نو له همدې امله به دې هوکړې ته په هر اړخیزه توګه ژمن پاتې کېږي.

Tagsنړۍ

Leave a reply