پاک افغان د دوستۍ بس سروس به بیا پیل شي، مهمه غونډه شوې
نصیب شاه شینواري
د پيښور ډويژن د کمشنر رياض خان محسود په مشرۍ کښې د پاک افغان دوستي بس سروس بحالۍ او د سيکورټي او ضابطه اخلاق جوړولو په اړه غونډه وشوه۔
د پيښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود وئيلي دي چي د پاک افغان دوستي بس سروس بحالولو لپاره به د جنورۍ په 14مه نيټه ټينڈر جاري کړے شي۔
د پېښور ډویژن کمشنر ریاض خان محسود ویلي دي چې پاک افغان دوستۍ بس سروس به د پاکستان حکومت په مرسته ۴۰ بسونه له پېښور څخه جلال اباد ته سفر کوي او د افغان حکومت په مرسته به هره ورځ ۴۰ نور بسونه له جلال اباد څخه پېښور ته راځي.
هغه وایی چې د پيښور او خيبر ضلعو ضلعي انتظاميي او پوليس انتظاميي ته د بسونو او مسافرو د حفاظت لپاره د سکيورټي پلان جوړولو احکامات جاري کړي شوي دي.
محسود وایی چې پاک افغان دوستۍ بس سروس فعالیدو نه پس به د امیګریشن چارواکي د مسافرو اسناد چیک کوي او د مسافرو په اډه به نور سهولتونه هم ورکولی شي ترڅو مسافرو ته په پوله د چیکنګ په اړه کومه ستونزه راپیښه نه شي.
د پیښور کمشنر زیاتوي چې د پيښور نه جلال آباد بس سروس کاميابيدو نه پس به داسلام آباداو د کابل ترمینځ هم پاک افغان دوستي بس سروس پیل شي.