مالیزیا کې د سختو بارانو لۀ امله سېلابونه راوتلي؛ ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې 

0
181

مالیزیا کې د سختو بارانو لۀ امله سېلابونه راوتلي؛ ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې 

راپور کې د مالیزیایي چارواکو له قوله راغلي دي چې له سیلابونو سره مل دا بارانونه پرون پیل شوي دي او اټکل دی چې تر راتلونکې سه شنبې ورځې پورې به دوام ولري.

 

(2022 / 1 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مالیزیایی رسنیو راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سیلابونو تر اوسه پورې د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی او دوه نور تري تم دي.

راپور کې د مالیزیایي چارواکو له قوله راغلي دي چې له سیلابونو سره مل دا بارانونه پرون پیل شوي دي او اټکل دی چې تر راتلونکې سه شنبې ورځې پورې به دوام ولري.

چارواکو ویلي چې تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه دیستار سیمه ده چې یوازې په همدې سیمه کې څلوېښت کسان مړه شوي دي.

راپورونه وایي چې یادو سیلابونو سلګونه کورونه نړولي او په زرګونو هکټاره کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.

Leave a reply