برېټانیویان وایي چې ټوني بلیردې د خپلو جنګۍ جنایتونو پۀ تور محاکمه کړل شي

برېټانیویان وایي چې ټوني بلیردې د خپلو جنګۍ جنایتونو پۀ تور محاکمه کړل شي
دوی د لاسلیکونو په راټولولو سره ادعا کوي چې بلېر له ۱۹۹۷ز کال بیا تر ۲۰۰۷ کال پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال تر بل هر چا د برېټانیا اساسي قانون ډېر نقض کړی دی، سلګونه برېټانویانو ته دده د پرېکړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده او جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي.
(2021 / 1 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
زرګونه برېټانویانویان وايي ټوني بلېر دې د خپلو جنګي جنایتونو ځواب ووايي.
د راپورونو له مخې شاوخوا ۳۱۸ زره کسانو په یوه انلاین پروسه کې ددې غوښتنه کړې چې ټوني بلېر دې د خپلې واکمنۍ پر مهال د کړو جنګي جنایتونو او ملي خیانتونو په اړه ولس او حکومت ته ځواب ووايي.
دوی د لاسلیکونو په راټولولو سره ادعا کوي چې بلېر له ۱۹۹۷ز کال بیا تر ۲۰۰۷ کال پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال تر بل هر چا د برېټانیا اساسي قانون ډېر نقض کړی دی، سلګونه برېټانویانو ته دده د پرېکړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده او جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي.
دوی وايي بلېر باید ددې هر څه په اړه ملت ته سپیناوی ورکړي.
ټوني بلېر هغه مهال د برېټانیا لومړی وزیر و، چې امریکا پر افغانستان او عراق بریدونه وکړل او دی یې ستر ملاتړی او مرسته کوونکی و.






