په کابل کښې نن د راکټو برید شوې

0
95

باغي ټي وي رپورټ
د ایسوسيییټډ پریس په یو خبر کښې ویل شوې چې نن سحر د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د راکټ چاودنې اوریدل شوي، په دې چاودنو کښې د مرګ ژوبلې تصدیق نه دې شوی خو د رپورټ له مخې خلق د سلیم کاروان سیمې نه تښتیدلی چرته چې نن راکټي برید شوي.

د رپورټ مطابق د راکټ چاودلو نه پس د ډزو آوازونه هم اوریدل شوي. یاده دې وی چې په کابل کښې په ۲۶ اګست په ځامرګي برید کښ تر ۲۰۰ کسان چې پکښې ۱۳ امریکایی فوځیان شامل وو اووژل شول.

Leave a reply