د خيبر پښتونخوا په روسته پاتې شوو سیمو کې پرمختیایی کارونه کوو: محمود خان

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی په یوبیان کې ویلي دي چې د صوبې په روسته پاتې شوو سیمو او کلیو کې د خلقو د سهولتونو لپاره پرمختیایی کارونه کوي ..
په ټولنیزو رسنیو جاري شوی بیان کې وزیر اعلی وایی چې د خېبر پښتونخوا په ډېرو وروسته پاتې سیمو کې د ژمنو د پوره کولو سفر په بریالیتوب سره دوام لري.
په بیان کې وایی چې د بنو د ګل شېرخېلو ضلعې په خدري مامندوخېلو کلي کې د سړکونو جوړولو په ګډون د بنسټيزو اسانتياوو پروژې روانې دي چې دې پروژو بشپړ کیدو سره به ځایی خلقو ته به ډير سهولت په لاس راشي او ددوی ژوند به ډیر آسان او خوشحال شي .






