پي آيی اې مزار شریف ته د د دوایانو وړلو مشن کښې حصه اخلي

PIA: File Photo
باغي ټي وي رپورټ
په ټوله نړې کښې په اول ځل د پاکستان بین المللي اییر لاینز د انساني خدمت لپاره د افغانستان مزار شریف ته د مختلف سامان وړلو مشن شروع کړي، په دې سامان کښې دوایانې او نور د ژوند ضروري سامان شامل دې.
په افغانستان کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپل ټویټر پانړه داسې لیکلي چې د پاکستان انټرنیشنل اییر لاینز د افغانستان خلقو سره په دې سخت وخت کښې مدد کوي او د مزار شریف لپاره ی د دوایانو اونور د ژوند سامان رسولو لپاره پروازونه شروع کړي، دا سامان افغانستان ته د صحت نړیواله اداره ډبلیو ایچ او ورکوي او د وړلو ذمه واری ی پي آیی اې ترسره کوي.
د پي آيی اې وړومبنې پرواز د افغانستان مزار شریف ته رسیدلې دې ، په دې کښې د صحت نړیوالي ادارې د طرف نه په ګنړ تعداد کښې دوایانې شاملي وي چې په مزار شریف کښې به متاثره افغان وګړو ته ورکول شي.
یاده دې وی چې پرون هم د بهرنی ځواکونو او نور مغربي ملکونو د لوړو چارواکو د طرف نه داسې بیانونه خپاره شوي وو چې په دې بیانونو کښې منل شوې وه چې پاکستان په افغانستان کښې د انساني خدمت کولو بیړه اوچته کړې ده.






