د ا.ا.ا: د رسنیو او نظام تر منځ همکاري او همغږي باید لا ډیره شي

د ا.ا.ا: د رسنیو او نظام تر منځ همکاري او همغږي باید لا ډیره شي
نوموړي دغه راز د ګڼو وزارتونو ویاندویانو ته د ا.ا کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ هم تشریح کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې ټول ویاندویان باید له رسنیو سره ښه همکاري ولري او د معلوماتو ورکولو برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.
(2022 / 1 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ګڼو وزارتونو له ویاندویانو سره په ناسته کې د نظام او رسنیو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ د وزارتونو ویاندویانو ته سپارښتنه کړې ده چې د امارت پالیسي ته په پام له رسنیو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
نوموړي دغه راز د ګڼو وزارتونو ویاندویانو ته د ا.ا کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ هم تشریح کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې ټول ویاندویان باید له رسنیو سره ښه همکاري ولري او د معلوماتو ورکولو برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.
په همدې حال کې د غونډې د ګډونوالو له لوري دغه ډول ناستي ښه ابتکار او ګټورې وبلل شوې او هیله یې څرګنده کړې ده چي دا لړۍ دوام پیدا کړي.






